اسلام آباد ۔ 14 مئی (اے پی پی) د خزانې وزارت وياند وئيلي چې د امريكا اېګزام بانك پاكستان كښې بلوكي ٬ حوېلي بهادر شاه او بھكي كښې د 3600 مېګاواټ 3 منصوبو بشپړولو له مالي مرسته كولو كښې خوښي ښكاره كړې۔ دا منصوبې به د اېل اېن جي د لارې برېښنا پېدا كوي۔ د وياند ترمخه د يو اېس اېګزم بانك دوهم صدر مارسټس د خزانې وزير سېناتور اسحاق ډار ته خط ليكلې كوم كښې چې پاکستان كښې د اېل اېن جي د لارې د برېښنا پېدا كوؤنكو درې منصوبو له فنانسنګ كولو كښې خوښي ښكاره كړې شوې۔ دا خبره دې ياده وي چې كال 2015ﺀ كښې د خزانې وفاقي وزير د امريكا دورې په مهال په دې اړه يو اېس اېګزام بانك سره خبره كړې وه۔