ماسكو 30 جنوري (اے پي پي) په روسيه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 19032 كېسونه رامخې ته شوي دي او د دې نه پس په روسيه كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 38 لكه 32 زره 80 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د روسيې د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې نور 512 كسان مړه شوي دي او دې سره د مړو كسانو شمېره 72 زره 697 ته رسېدلې. د چارواكو له مخې په ماسكو كښې د فعاله كېسونو شمېره 927788 ده.