د خېبر پښتونخوا د سېلګرې محكمې تر سيوري لاندې د هندوكش سنو فېسټول پېل شو

پېښور 30 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د سېلګرې محكمې تر سيوري لاندې د چترال په مداقلشت سيمه كښې د هندوكش سنو فېسټول پېل شو. د خبر له مخې په فېسټول كښې د 10 غېر ملكي لوبغاړو او ټرېنيز پشمول د 500 نه زياتو د سكېنګ لوبغاړو ګډون وكړو. د فېسټول پرانسته د دروش چترال اسسټنټ كمشنر عبدالحق وكړه. په دې مېله كښې به بېلا بېلې لوبې كېږي. د باربي كيو نائټ او موسيقې محفل به هم كېږي. د يادونې وړ ده چې تېر كال هم د خېبر پښتونخوا د سېلګرې محكمې د ضلعي انتظاميې په شركت سره كامياب ايونټ كړے و