صوفيه 30 جنوري (اے پي پي) په بلغاريه كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس په وبا كښې نور 35 كسان مړه شوي دي او د دې نه پس په دې هېواد كښې د كورونا په وبا كښې د مړو كسانو شمېره 9008 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د بلغاريه د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي چې په هېواد كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 2 لكه 18 زره 269 ته رسېدلې.