رياض 30 جنوري(اے پي پي) د سعودي داخله وزارت وئېلي دي چې د كورونا وائرس پھ كيسونو كښې پرله پسې زياتوالې په نظر كښې نيولو سره پھ هوائي مېدانونو٬سمندري اډو او په زمكي سرحدي چوكو د تګ راتګ په اړه د مكمل سفري بندېزونو خاتمې په تاريخ كښې پراختيا شوې۔ اوس به د 31 مارچ په ځاې د 17م مئي 2021 څخه سفري بندېزونه ختم كړی شي۔ د سعودي خبري اژانس اېس پي اے له مخې داخله وزارت په يو بيان كښې وئېلي دي چې د سعودي وګړي د هېواد نه د تللو او بېرته راتللو په اړه په هوائي اډو ٬په بندرځايونو او زمكي سرحدي چوكو د تګ راتګ شيډول بدل كړے شوے۔