نيويارك 30 جنوري(اے پي پي) د امريكې د جارجيا رياست په يوه كارخانه كښې د نائټروجن ګاز ليك كېدو له امله 15 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د ينګ جرنلسټ كلب رپورټ له مخې د جارجيا د روغتيا وزارت وياند وئېلي دي چې د پولټري فوډ پروسيسنګ په پلانټ كښې د كيميكل د اخراج له امله 15 تنه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔ پھ دې كارخانه كښې 130 كسانو كار كولو۔ د پوليس چاروالو له مخې د پېښې پلټنې روانې دي