افغان حكومت د امن مذاكراتو پابند دے۔ عبدالله عبدالله

كابل 30 جنوري(اے پي پي)د افغانستان د قامي مصالحتي كونسل مشر عبدالله عبدالله وئېلي دي چې حكومت طالبانو سره د امن مذاكرات كولو پابند دے. د افغان خبري رسنې ادارې له مخې د افغانستان اعلٰی مصالحتي كونسل مشر عبدالله عبدالله د افغان حكومت مذاكراتي ډلې سره پھ خبرو كښې وئېلي دي چې حكومت پھ افغانستان كښې د جنګ خاتمې٬امن راوستلو او دائمي ثبات او استحكام لپاره د مذاكراتو پابند دے۔عبدالله عبدالله ووئيل چې د افغانستان حكومت٬ د سياسي لارښود او د افغانستان د اسلامي جمهوريه د اولس د استازي په حېثيت د مذاكراتي ډلې ملاتړ كوو۔ د افغان حكومت مذاكراتي پلاوي مشر محمد معصوم ستانكزي هم په خبرو كښې زور راوړولو سره ووئيل چې مذاكراتي پلاوې په هېواد كښې د امن راوستلو پوخ عزم لري