د متحده عرب اماراتو او امريكې 10 ورځنې شريك پوځي مشقونه

ابوظهبي 30 جنوري(اے پي پي) د متحده عرب اماراتو او امريكې ځواكونو ترمينځه لس ورځنې شريك پوځي مشقونه پھ متحده عرب امارات كښې پېل شوي دي۔ د اماراتو سركاري خبري اژانس له مخې مشقونه” آئرن يونين 14″ په نامه روان دي كوم كښې چې د دواړه هېوادونونه د شريكې پوځي مرستې له مخې برخه اخستلو سره خپل حربي او فني صلاحيتونه زياتول او د ځواكونو په كچه متوقع شريك اهداف هم ترلاسه كوي۔ شريك پوځي مشقونه د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ته تربيتي عمل٬د پوځي مهارت تبادلې د لارې زياتوالې او ودې وركولو لپاره دي۔ د امريكې او متحده عرب اماراتو ترمينځه “آئرن يونين 14 “په نامه دا مشقونه په كال كښې دوه ځله كېږي