نيويارك 29 جنوري (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونيو ګوتريش د كشمير مسئله حل کولو له د خپل خذمات وړانديز كولو سره په هند او پاکستان زور راوړے چې د كشمير مسئلې حل له په ګډه په سنجيدګۍ سره خبرې اتري وكړي او په دې لړ كښې به زه د دريم ګړي او د ملګرو ملتونو يو مشر په هيڅ خذمات ترسره كړم۔ده ووئيل تيره ورځ د روان كال په وړومبي پريس کنفرنس د پاکستان سرکاري خبر رسنې ادارې اے پي پي نمائندہ د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ډېرې مودې راهسې د حل طلب كشمير مسئلې كوم پوځي حل نشته ځكه چې دا واضحه ده چې پاكستان او هند ترمينځه كوم هم پوځي تصادم نه يواځې د دواړه هېوادونو بلكه ټولې نړۍ لپاره به د تباهۍ سبب وي ۔ده ووئېل زه يقين لرم چې په لائن آف کنټرول او مقبوضه کشمير كښې تاؤ ترېښوالې ختمول ضروري دے او دواړه هېوادونه به د كشمير مسئلې حل له په ګډه په سنجيدګۍ سره خبرې اتري وكړي