د امريكې په جارجيا ايالت كښې په پولټري پلانټ كښې د نائټروجن ګاز د اخراج په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 9 ژوبل شول

واشنګټن 29 جنوري (اے پي پي) د امريكې په جارجيا ايالت كښې په پولټري پلانټ كښې د نائټروجن ګاز د اخراج په نتيجه كښې 6 كسان مړه او 9 ژوبل شوي . د چين مېډيا له مخې د نارتھ ايسټ جارجيا د روغتيا محكمې وياند وئيلي دي په پلانټ كښې پنځه كسان مړه شوي او يو كس په اېمرجنسي روم كښې ساه وركړې. د چارواكو له مخې د پېښې نه پس مرستندويه ډلو 130 ملازمين د پولټري پلانټ څخه راويستي دي