د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې د اسوا اكېډمې او د ماډل ټاٶن اكېډمې لوبډلو ترمېنځه د فټ بال مېچ ﴿سبا﴾ كېږي

اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) د اسوا اكېډمې تر سيوري لاندې د پاكستان سپورټس بورډ په مرسته د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې د اسوا اكېډمې او د ماډل ټاٶن اكېډمې لوبډلو ترمېنځه د فټ بال مېچ به ﴿سبا﴾ د اتوار په ورځ كېږي. د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميدا مرزا په هدايت به د كشمير يووالي ورځې په لړ كښې د فرورې په 5مه نېټه د لوبو مقابلې كولې شي. د مېچ په پاې كښې به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو ته انعامات وركولې شي