ډهاكه 29 جنوري (اے پي پي) بنګله دېش 1700 د روهنګيا كډوال د سرحدي كېمپونو نه ويستلو سره د خليج بنګال لرې جزيرې بهاسان چار ته منتقل كړي . د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د بهاسان چار جزيرې انچارج آفيسر كموډور عبدالله الم مامون چوهدري مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل د 1700 نه زيات كسان دلته رارسولے شوي. ده ووئيل زياتره د روهنګيا كډوالو په خپله دې جزيرې ته د تللو خواهش څرګند كړے ؤ. د يادونې وړ ده دې كډوالو ته به د حكومت د اجازې نه غېر د جزيرې نه د وتلو اجازه نه وي.