په لېبيا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو لك 16 زره 779 ته ورسېده

طرابلس 29 جنوري (اے پي پي) په لېبيا كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس نور 715 كېسونه رپورټ شوي او د دې نه پس په لېبيا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره يو لك 16 زره 779 ته رسېدلې. د چينائي مېډيا له مخې د لېبيا د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي په هېواد كښې د كورونا په وبا تر اوسه يو زر 832 كسان مړه شوي