منګوليا كښې د كورونا وائرس 18 نوي كيسونه رپورټ شول

الان بټور 29 جنوري (اے پي پي) منګوليا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 18 نوې كيسونه رپورټ شوي او دې نه پس ټول هېواد كښې تر اوسه د كيسونو مجموعي شميره يو زر 710 ته رسيدلې۔د چين ميډيا له مخې د منګوليا د قامي مركز (اين سي سي ډي) تر مخه تر اوسه نور 59 رنځوران ښه شوي ، دې نه پس د ښه شوو رنځورانو مجموعي شميره يو زر 303 ته رسيدلې۔ 3.3 مليونه آبادي لرونكې هېواد كښې تر اوسه 2 كسان د كورونا وائرس له امله مړه شوي دي