بحارسټ 29 جنوري(اے پي پي) د رومانيه په پلازمينه بخارسټ كښې په روغتون كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 4 كسان مړه او يو شمېر ټپيان شوي۔ د جمعې په ورځ سهار د رامخې ته شوې پېښې نه پس روغتون خالې كړے شوے۔ د ځائي چارواكو له مخې په دې روغتون كښې د كرونا وائرس د رنځورانو درملنه روانه وه ۔ د يادونې وړ ده په رومانيه كښې د كرونا وائرس څخه اتلس زره كسان مړه شوي دي۔