امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله څلور لكهه 43 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 29 جنوري (اے پي پي)امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره څلور لكهه 43 زره څخه زياته شوي دغسې په ټول هېود كښې د وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 2 كروړه 63 لكهه 38 زره ته رسيدلې ۔ د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 26338607 ده دغسې د فعاله ځپليو شميره 9824711 ده۔ امريكا كښې د وائرس له امله د مړو او ځپليو شميره پرله پسې زياتيږي ، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے ، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعي مړو شميره د نړۍ د كوم هېواد څخه زياته ده۔ امريكه كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 443769 كسان مړه شوي او دغسې د كورونا وائرس ځپلې شوي 16070127 څخه زيات كسان ښه شوي