مقبوضه بېت المقدس 28 جنوري(اے پي پي) د اسرائيل په زندانونو كښې د فلسطين 38 نور وګړي د كرونا وائرس سره مخ شوي ٬ د د بنديوانو كلب تر مخه د تېرو 24 ساعتو په مهال د اسرائيل د رېمون زندان په 4 وارډونو كښې په 38 نورو بنديوانو كښې د كرونا تشخيص شوے چې ورسره په دې زندان كښې د فلسطينيانو رنځورانو شمېره 111 ته رسېدلې او په مجموي توګه د ځپلو بنديوانو شمېره 335 ته رسېدلې۔ د اسيرانو کلب د تشويش څرګندونې سره وئيلي دي په زندانونو كښې د فسلطين وګړو ته د كرونا نه د بچ كېدو سهولت نه دے وركړے شوے