واشنګټن 28 جنوري (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير انتھوني بلنكن وئيلي دي د ايران د 2015 جوهري لوظنامې بشپره پاسدارۍ په صورت امريكا په لوظنامه كښې بيا شاملېدې شي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې ده تيره ورځ جاري كړي يو بيان كښې د ايران جوهري لوظنامه كښې د بيا شموليت اشاره وركولو سره په ښكاره ډول ووئيل كه ايران 2015 كښې د پي 5 پلس ون ملګرو ملتونو سلامتي كونسل 5 مستقلو غړو هېوادونو امريكا، برتانيه، فرانس، روس او چين او اروپائې ائتلاف سره د شوې جوهري لوظنامې جے سي پي او اے پاسدارۍ باوري كړي نو د امريكې صدر جوبائيډن د خپل لوظ تر مخه به امريكا بيا جوهري لوظنامه كښې شامل شي