برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 90 لكه ته رسېدلې، په وبا 2 لكه 20 كسان مړه شول

رېوډي جنېرو 28 جنوري (اے پي پي) برازيل كښې د كورونا په نړيواله وبا تر اوسه 2 لكه 20 كسان مړه شوي او د كورونا وائرس ځپليو شمېره 90 لكه ته رسېدلې. د امريكائي مېډيا له مخې د برازيل د روغتيا محكمې چارواكو وئيلي دي په برازيل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 9000485 ده او تر اوسه په وبا په برازيل كښې 220237 كسان مړه شوي . په برازيل كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 981593 ده. برازيل د كورونا رنځورانو په اعتبار سره په نړۍ كښې دريم او د مرګونو په اعتبار سره دوهم زيات ځپلے هېواد دے.