په المان كښې د كورونا په وبا د مرګونو شمېره 55 زرو ته ورسېدله

برلن 28 جنوري (اے پي پي) په المان كښې د كورونا په وبا د مړو كسانو شمېره 55 زرو ته رسېدلې. د مېډيا رپورټونو له مخې په المان كښې تر اوسه د كورونا په وبا 21 لكه 79 زره خلق ځپلي شوي. په المان كښې د كورونا وائرس ځپليو ټوله شمېره 2179679 ده او تر اوسه په وبا 55358 كسان مړه شوي. په هسپانيه كښې د كورونا په وبا د 57 زرو نه زيات كسان مړه شوي او په دې هېواد كښې د ځپليو شمېره 27 لكه 74 زرو ته رسېدلې