د سوئيلي افريقې او د پاكستان مېرمنو كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبنے نړيوال ټي ټونټي مېچ ﴿نن﴾ كېږي

ډربن 28 جنوري (اے پي پي) د سوئيلي افريقې او د پاكستان د مېرمنو كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو د سېريز وړومبے نړيوال ټي ټونټي مېچ به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ په ډربن كښې كېږي. د سېريز دوهم ټي ټونټي مېچ به د جنورې په 31مه نېټه او دريم او وروستې مېچ به د فرورې په 3مه نېټه كېږي. د پاكستانې لوبډلې مشري به جوېريه خان او د كوربه لوبډلې مشري به سني لس كوي.