چين كښې د كورونا ويكسين 22.767 مليونه خوراكونه وركړے شول ،زينګ اي سن

بيجنګ 28 جنوري (اے پي پي) د چين نېشنل هيلتھ كمېشن ډپټي ډائريكټر زينګ اي سن وئيلي دي تر 26 جنوري چين كښې د نوول كورونا ويكسين 22.767 مليونه خوراكونه وركړې شوي۔ده ووئيل دا مهال مونږ محفوظ او په منظم ډول د ويكسينيشن عمل مخ په وړاندې بيايو ،مونږ په بيلو ځايونو د انفيكشن نسبتاً زيات خطر لرونكې ويكسين وركوو ٬ په هغې كښې به سرحدي بندرګاه ، د نړيوالو د تګ راتګ ځايونه او نورې مهمې خانګې له طب ، صحت او د بنيادي سماجي خذمات تعلق لرونكو له ويكسين وركوو