د چين صدر شي جن پنګ مارسيلو ريبيلو ډي سوسا له د پرتګال په بيا صدر ټاكلے كيدو مباركي وركړه

بيجنګ 28 جنوري (اے پي پي)د چين صدر شي جن پنګ مارسيلو ريبيلو ډي سوسا له د پرتګال په بيا صدر ټاكلې كيدو او په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړې ده ۔ شي جن پنګ د مباركۍ په خپل پيغام كښې ووئيل د چين او پرتګال اړيكې د تير كال راهسې د كورونا وائرس وبائي صورتحال په آزمېښت پوره ختلي ۔ روايتي ملګرتيا لا قوي شوې ۔ د وبا مخنيوي په اړه د دواړو هېوادونو مرسته زياته شوې او كوټلي مرسته كښې نوے پيش رفت رامخې ته شوے۔ده ووئيل چين د پرتګال سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي ،د چين صدر ووئيل د مارسيلو ريبيلو ډي سوسا سره په ګډه د دواړه هېوادونو اړيكو ته ودې وركولو له چمتو يو