تھائي لېنډ كښې د كرونا ځپليو مجموعي شمېره 16 زره 222 ته ورسېده

بنکاك 28 جنوري(اے پي پي) تھائي لېنډ كښې د كرونا وائرس ځپليو 756 نوې كېسونو د تصديق نه پس ګرد هېود كښې د كرونا وائرس ځپليو مجموعي شمېره 16 زره 222 ته رسېدلې۔ د چين ميډيا له مخئ په هېواد كښې د كرونا صورتحال مركز (سي سي اېس اے) وياند د بريفنګ په مهال ووئيل سموت ساخون صوبه د كرونا وائرس زياته ځپلې چرته چې د ځپليو كسانو مجموعي شمېره 724 نه زياته شوې۔ ده ووئيل په هېواد كښې تر اوسه 16 زره 222 كېسونه تصديق شوي چې پكښې 13 زره 804 ځائي او 2 زره 417 بهر هېواد نه تهائي لېنډ ته راستانه شو مسافر دي۔ ده ووئيل په هېواد كښې 11 زره 287 رنځوران په بشپړه توګه صحت مند شوي او 4 زره 858 په بېلا بېلو روغتونونو كښې داخل دي۔ ده ووېيل ګرد هېواد كښې د كرونا په سبب د مړو شمېره 76 ته رسېدلې ده