د کرونا وائرس په واکسين روژه نه ماتېږي۔ د سعودي مفتي اعظم

رياض 28 جنوري(اے پي پي) د سعودي عرب مفتي اعظم او د علماء کونسل مشر شېخ عبد العزيز آل الشېخ د روژې په مهال د كرونا وائرس واكسين لګولو شرعي حكم واضح كړے ٬ شېخ عبدالعزيز باور وركړے چې د روژې په حالت كښې د كرونا واكسين لګول جائز دي۔ ده واضح كړه چې د دې واكسين شمېره د خوراك څښاك په څيزونو كښې نه كېږي٬ دا د پټو د لارې وجود ته منتقل كېږي لهذا دې څخه روژه نه ماتېږي۔ د سعودي د صحت وزارت د دسمبر په نيمه كښې د كرونا وائرس په ضد د واكسين لګولو كمپائن پېل كړے ٶ او دا واكسين به د هېواد وګړو او په هېواد كښې مېشته غېر ملكيانو ته ويړيا لګولې شي۔