جكارته 28 جنوری (اے پی پی) انډونزيا كښې 647 طبی كارمندان تير كال د مارچ 2020 نه تر دې وخت د كورونا وائرس په وجه مړه شوي۔د چین ميډيا له مخې د انډونيزيا میډیكل ایسوسی اېشن وئيلي دي د كورونا وائرس له امله مړه شوي 647 میډیكل كارمندانو كښې 289 ډاكټران، 27 ډينټل ډاكټرز ، 221 نرسز ٬ 11 فارماسسټ او 15 میډیكل لیبارټری عملې غړي شامل دي۔ د ایسوسی اېشن مشر ادیب خمیدی ووئيل انډونیزيا كښې د كورونا ټیسټونو شميره د مجموعي آبادۍ 5 فیصده څخه هم كمه ده۔دا خبره دې ياده وي ختيز جاوا كښې تر ټولو زيات طبی كارمندان مړه شوي۔د هېواد پايه تخت جكارته كښې د كورونا وائرس له امله 43 ډاكټران ، 10 ډينټل ډاكټران ، 25 نرسز ، 2 فارماسسټ او د میډیكل لیب 3 غړي مړه شوي دي