اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د پاكستان اتهلېټكس فېډرېشن صدر مېجر جنرل محمد اكرم ساهي د چيس د نړيوال لوبغاړي شهزاد مرزا په مړينه خواشيني ښودلې ده . د غمرازې په خپل بيان كښې ده ووئيل د شطرنج لوبې لپاره به د ارواښاد خدمات تل ياد ساتلے شي. ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي