د هندوكش سنو فېسټول چترال به د جنورې په 29مه نېټه پېل كېږي

پېښور 27 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د سېلګرې محكمې تر سيوري لاندې د كلچر اېنډ ټورازم اتهارټۍ، د لوئر چترال انتظاميې او د هندوكش سنو سپورټس كلب په شركت سره د چترال په ښائسته مداقلشت سيمه كښې د هندوكش سنو سپورټس فېسټول به د جنورې په 29مه نېټه پېل كېږي. د دې فېسټول وروستې دستوره به د جنورې په 31مه نېټه كېږي. په دې درې ورځني ايونټ كښې به بېلا بېل سنو ګېمز كېږي. د فېسټول په مهال به د باربي كيو نائټ او محفل موسيقي اهتمام هم كولې شي. دا فېسټول په دوهم ځل په سركاري كچه كېږي. تېر كال هم د خېبر پښتونخوا د سېلګرې محكمې د ضلعي انتظاميې په شركت كامياب ايونټ كړے ؤ