د برتانيې كركټ لوبډله به په راتلونكې مياشت كښې د هند دوره كوي

لندن 27 جنوري(اے پي پي) د انګلېنډ اېنډ وېلز كركټ بورډ (اي سي بي) اعلاميې له مخې د برتانيې د كركټ لوبډله به په راتلونكې مياشت كښې د هند دوره كوي۔ د انګلېنډ لوبډله به د خپلې دورې په مهال د كوربه لوبډلې په ضد 4 ټېسټ ٬ 5 ټونټي او دري ون ډے انټرنېشنل مېچونو كښې برخه اخلي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د څلورو ټېسټ مېجونو سيريز به د آئي سي سي د ورلډ ټېسټ چيمپئن شپ برخه وي او د دې ټېسټ مېچونو وړومبے مېچ به د پنځمې نه تر 9مې فرورۍ په چدمبرم لوبغاړلي چنائي كښې كېږي۔