په برتانيه كښې د كورونا په وبا د مرګونو شمېره يو لك ته ورسېده

لندن، پېرس 27 جنوري (اے پي پي) په برتانيه كښې د كورونا په وبا د مرګونو شمېره يو لك ته رسېدلې او په فرانس كښې په دې نړيواله وبا تراوسه 74 زره كسان مړه شوي . د خبر له مخې په برتانيه كښې د كورونا په وبا تر اوسه 36 لكه 89 زره كسان ځپلې شوي. په برتانيه كښې د رنځورانو ټوله شمېره 3689746 ده او تر اوسه په دې وبا 100162كسان مړه شوي. په فرانس كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 30 لكه 79 زره ده او تر اوسه په وبا 74 زره كسان مړه شوي. د چارواكو له مخې په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 2786685 ده او تر اوسه په وبا 74106 كسان مړه شوي دي.