د سپر سمېش ټي ټونټي ټورنامنټ 16 م اېډيشن كښې سبا يو مېچ كېږي

هملټن۔27 جنوری(اے پی پی) د نیوزی لېنډ کرکټ تر سېوري لاندې د محدود اوورز فارمېټ سپر سمېش ټي ټونټي ټورنامنټ په 16م اېډيشن كښې نن د زيارت په ورځ كوم مېچ نه كېږي۔ د درې ورځو دمې نه وروستو سبا د جمعې په ورځ به يو مېچ د ناردرن نائټس او آکلېنډ ایسز لوبو ډلو ترمينځه كېږي۔ دا مېچ به سیډن پارک، هملټن كښې كېږي۔ سپرسمېش د ټی ټونټی کرکټ ټورنامنټ 16م اېډیشن دے كوم چې د نیوزی لېنډ ډومېسټک ایونټ دے۔ ټورنامنټ كښې وېلنګټن فائربرډز د خپل ټائټل دفاع هڅه كوي۔ ټورنامنټ كښې ټائټل ترلاسه كولو له د 6 لوبډلو ترمينځه مقابلې روانې دي كومو كښې چې ویلنګټن فائربرډز،سېنټرل سټېجز، کېنټربری کنګز، اوټیګو وولټز، ناردرن نائټس او آکلېنډ ایسزشاملې دي۔ د دې 6 لوبډلو ترمينځه به 32 مېچونه كولې شي۔ دا ټورنامنټ د راؤنډ روبن او ناك آؤټ په بنياد كېږي۔ دا خبره دې ياده وي نیوزی لېنډ كركټ د ټورنامنټ د شېډول تصديق د تېر كال ستمبر مياشتې په 29 مه نېټه كړے ؤ