اسلام آباد 27 جنوري(اے پي پي) د پاکستان بيډمنټن فېډرېشن تر سېوري لاندې نېشنل جونيئر بيډمنټن چيمپيئن شپ به (نن) د زيارت په ورځ په عبدالوالي خان سپورټس كمپلېكس چارسده كښې پېل كېږي۔ د پاکستان بيډمنټن فېډرېشن صدر واجد علي چوهدري ووئيل د چيمپيئن شپ په اړه تيارۍ روانې دي او په جام كښې به د ګرد هېواد 9 لوبډلې ګډون كوي چې پكښې پاکستان آرمي، پاکستان واپډا، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبرپښتونخوا، آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د اسلام آباد ډلې شاملې دي، په چيمپيئن شپ كښې بوائز انډر15، بوائز اېنډ ګرلز انډر-17 او مېنز اېنډ وېمنز انډر-19 کيټګريز مقابلے به كېږي۔ ده ووئيل د كرونا وباء نه پس پاكستان بيډمنټن فېډرېشن وړومبنے ټورنمنټ پېل كوي او په دې موقع به د كرونا اېس او پيز خاص خيال ساتلے شي