د سوئيلي افريقې پاكستان كښې لوبېدل يو لوي ګام دے۔ بن ډنك

اسلام آباد۔27 جنوری(اے پی پی) د آسټرېليا د كركټ لوبغاړي بن ډنك وئيلي دي د سوئيلي افريقې پاكستان كښې لوبېدل يو لوي ګام دے۔ پاكستان كښې حالات نړيوال كركټ لپاره ساز ګار دي۔ ناوړه پېښې د ماضي برخه شوي۔ اوس مناسب وخت دے چې ټول پاكستان كښې مېچونه كېږي۔ هغه ووئيل د پي اېس اېل په مهال مې غوره امنيتي انتظامات وليدل۔ په ابوظهبي كښې ټي ټين ليګ لپاره موجود بن ډنك ووئيل زه يو وارې بيا پي اېس اېل لپاره پاكستان كښې لوبې كولو ته سترګې په لاره يم۔ پاكستان كښې د لوبېدو نه مې زيات خوند اغستے۔ خلكو مينه راكړې۔ بن ډنک ووئيل كووېډ كښې د فېنز نه غېر كركټ كول مجبوري ده خو هيله لرم چې پي اېس اېل كښې به د فېنز په شتوالي كښې مېچونه وكړې شي