كشمیریانو په ټوله نړۍ كښې د هند جمهوریه ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله،مقبوضه جمو او كشمیر كښې بشپړ هړتال

سرینګر 26 جنوری (اے پی پی) د كنټرول لائن دواړه اړخو ته او به ټوله نړۍ كښې مېشته كشمیریانو د هند د جمهوریه ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله دغسې چې ټولې نړۍ ته دا واضح پیغام وركړے شي چې پخپله خاوره د هند غير غیر قانونی تسلط مسترد كوو۔ د كشمیر میډیا سروس له مخې د تورې ورځ لمانځل كال كل جماعتی حریت كانفرنس ، میر واعظ عمر فاروق په مشرۍ كښې جوړ حریت فورم او نورو حریت لارښودو او تنظیمونو وركړے ؤ۔ مقبوضه جمو او كشمیر كښې بشپړ هړتال شوے ؤ او آزاد كشمیر ، پاكستان او د ټولې نړۍ په پايه تخت كښې د هند مخالف مظاهرې او لاريونونه شوي۔د هند د جمهوریه ورځې په موقع ټول كشمیر كښې د مودی فسطائی حكومت سخت بنديزونه نافذ كړې وو او انټرنیټ سروسز معطل ؤ۔ په دنګو ودانو ماهر نشانه باز تعینات وؤ دغسې سرینګر اسټیډیم چرته چې د هند د جمهوریه ورځې مركزی دستورې كيدله په هر اړخ ډرون كیمرب لګولې شوې وې ۔عسكرو سرینګر كښې لال چوك او خوا او شا سيمو كښې د هند مخالفو مظاهرو مخنيوي لپاره د لټون كاروائي روانې ساتلې او د هند پولیس حریت رهنماء جاوید احمد میر د خپل دفتر نه نيولې۔ حریت لارښودو او تنظیمونو خپلو جلا جلا بیانونو كښې مقبوضه كشمیر ، آزاد كشمیر او ټوله نړۍ كښې 26 جنوري د تورې ورځې په توګه لمانځلو د كشميريانو مننه كړې