د كولمبيا دفاع وزير كارلوس هولمز د كورونا وائرس ناروغتيا د لاسه مړ شو

بګوټا 26 جنوري (اے پي پي) د كولمبيا دفاع وزير كارلوس هولمز د كورونا وائرس ناروغتيا د لاسه مړ شوے. د هغه عمر 69 كاله ؤ. د خبر له مخې د كولمبيا صدر ايون ډوكيو په ټويټر خپل ټويټ كښې د دفاع وزير د مړينې تصديق كړے. كارلوس هولمز د جنورې په 11مه نېټه د كورونا وائرس له امله په روغتون كښې داخل كړے شوے ؤ كوم چې تېره ورځ مړ شوے.