كشميريانو د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله

سرینګر۔26 جنوری(اے پی پی) د کنټرول لائن دواړو اړخو ته او په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو نن د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې ده دغسې چې په نړيواله ورورولۍ فشار زيات كړے شي چې هغه كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركولو له د هند د پرله پسې انكار نوټس واخلي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو كال حريت كنفرنس ٬ د مير واعظ عمر فاروق په مشرۍ كښې حريت فورم او نورو حريت لارښودو او تنظيمونو وركړے ؤ ۔ د نهې په ورځ مقبوضه جمو وكشمير كښې هړتال ؤ او آزاد كشمير ٬ پاكستان او د ګردې نړۍ په سرښارونو كښې د هند په ضد لاريونونه وويستلے شول۔ په سرينګر كښې په درې حصارونو مشتمل امنيتي انتظامات وكړے شول دغسې په ګرده مقبوضه سيمه كښې ځاے په ځاے د خلقو تلاشي واغستلې شوه۔ کشمیر اسټېډیم سرینګر كښې به د جمهوريت ورځې دستوره كېږي۔ د اسټېډيم چار چاپېره ډرون كېمرې لګولې شوي دغسې چې د هند په ضد د كېدونكې لاريون څارنه او مخنيوې وكړے شي