د كال 2020 په مهال هېواد كښې د بې روزګارۍ شرح 4.9 فيصد وه۔ د برتانيې د شماريات اداره

لندن 26 جنوري(اے پي پي) برتانيه كښې د كال 2020 په مهال د بې روزګارۍ شرح 4.9 فيصد وه ٬ دا د تېرو 5 كالو په مهال د ټولو نه كمه كچه ده او د دې سبب د كرونا وائرس له امله پېداواري، تجارتي او سفري بنديزونه دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د برتانيې د شماريات ادارې په دې لړ كښې ووئيل د کرونا وائرس په سبب د پيداواري، تجارتي او سفري خنډانو له امله تېر كال د بې روزګارۍ شرح زياتېدو سره 4.9 فيصده ته رسېدلې او دا د كال 2016 نه پس د بې روزګارۍ تر اوسه د ټولو نه لوړه شرح ده