چلي كښې د كورونا وائرس كيسونه7 لكهه څخه زيات شول

سانتياګو 26 جنوري (اے پي پي) د چلي د روغتيا وزارت وئيلي دي ټول هېواد كښې د 24 ساعتو په مهال 4 زره 68 نوي كيسونه رپورټ شوي او دې نه پس هېواد كښې د وائرس له امله د ځپلے شوو كيسونو مجموعي شميره 7 لكهه 3 زره 178 ته رسيدلې۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې وزارت وئيلي دي د تيرو 24 ساعتو په مهال ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 66 كسان مړه شوي او دې نه پس د مړو مجموعي شميره 17 زره 999 ته رسيدلې دغسې د وائرس نه 6 لكهه 58 زره 324 كسان ښه شوي۔بلخوا يو ميليون څخه زياتو كسانو د چلي بيل ريزارټس كښې رخصتيو لپاره د مزل خصوصي اجازت نامو لپاره درخواستونه وركړي چې په نتيجه كښې ئې د سېګرۍ په ځايونو كښې د وائرس خپريدو اندېښنه ده ۔ وزارت اولس ته غږ كړے چې په حفاظتي اقدامات عمل وكړي دغسې چې په وائرس قابو وموندلے شي