برسلز 26 جنوري (اے پي پي) اروپائي ائتلاف په سعودي د حوثي ياغيانو د فضائي بريد سخته غندنه كړې ده . د اروپائي ائتلاف لخوا په جاري بيان كښې وئيلي شوي په رياض د بريد كولو هڅه د قبلولو وړ نه ده او د دې مخ نيوې ضروري دے. اروپائي ائتلاف وئيلي دي رياض په نخښه كول په سعودي كښې د وګړو ژوند خطر سره د مخ كولو بزدلانه هڅه ده. د دې څخه وړاندې المان، فرانس او د برتانيې خارجه وزارت په خپل يو شريك بيان كښې په رياض د حوثي ياغيانو د فضائي بريد سخته غندنه كړې وه