پارلماني كمېټۍ به د ګل په ورځ د الېكشن كمېسيون په اړه د دستور ترميمي بل په مسوده غور كوي

اسلام آباد ۔ 14 مئی (اے پی پی) انتخابی اصلاحاتو لپاره پارلماني كمېټۍ به د ګل په ورځ په خپل 17مه غونډه كښې د الېكشن كمېسيون په اړه د دستور ترميمي بل په مسوده غور كوي۔ د كمېټۍ غونډه به د خزانې وفاقي وزير او د كمېټۍ چيئرمېن سناتور اسحاق ډار كوي۔ دا غونډه به يوه بجه پارلېمنټ هاؤس كښې كيږي۔