مکه۔ 25 جنوری(اے پی پی) د مسجد حرام او مسجد نبوی چارو نګران شېخ ډاکټر عبد الرحمن السدېس د حج او عمرہ سکیورټی سپېشل فورسز کمانډر مېجر جنرل محمد بن وصل الاحمدی سره ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د مسجد حرام سکیورټی لپاره د سپېشل فورس كمانډر كرنل يوسف بن سحمي الخديدي او د ياد شوي فورس د بشري وسائلو مشر كرنل ممدوح بن بنيه الحازمي هم موجود وو۔ په دې موقع شېخ السدېس كرنل الخدېدي ته د مسجد حرام د سېكورټي فورس په كمانډر تعيناتېدو مباركي وركړه۔ هغه په دې اقدام د خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز او ولی عهد شهزادہ محمد بن سلمان خاص مننه وكړه۔ شېخ السدېس د مسجد حرام امنيت لپاره په هڅو كولو او د زائرينو د سلامتيا په برقرار ساتلو كښې د دې فورس د مستقل كردار ستائنه وكړه