د ميكسيكو د صدر كورونا وائرس ټيسټ مثبت راغلے

د ميكسيكو صدر كورونا وائرس ټيسټ مثبت راغل,
ميكسيكو سټي 25 جنوري (اے پي پي)د ميكسيكو د صدر اينډرس مينوئل لوپيز اوبراډور د كورونا وائرس ټيسټ مثبت راغلے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې ميكسكين صدر خپل ټويټر اكاونټ كښې ليكلې دي چې زما د كورونا وائرس ټيسټ مثبت راغلے۔67 كلن لوپيز اوبريډور ووئيل دا مهال زه د كورونا وائرس ابتدائي او معمولي علامات سره مخ يم۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزير اولګا سانچيز كورډورو به پريس كنفرنسونو كښې نمائندګي كوي۔دې څخه وړاندې په 10 جنوري د ميكسيكن صدارتي وياند عيسيٰ راميرز كيواس د كورونا وائرس ټيسټ هم مثبت راغلے ؤ