لزبن 25 جنوري(اے پي پي) د پرتګال دفاع وزير جوائو ګومس د كرونا ټېسټ مثبت راغلے۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ د دفاع وزارت لخوا د جاري بيان له مخې جوائو ګومس کرينو د ټېسټ په مثبت راتللو خپل زيان قرنطينه كړے۔ د يادونې وړ ده په مجموعي توګه په 19 وزيرانو كښې د 7 وزيرانو د كرونا ټېسټ مثبت راغلے۔ د ځائي صحت څانګې له مخې په تېرو 24 ساعتو كښې د كرونا په سبب 275 كسان مړه شوي چې ورسره په مجموعي توګه د مړو شمېره 10 زره 469 ته رسېدلې او د تېرو 24 ساعتو په مهال 11 زره 721 نوې كېسونه رامخئ ته كېدو نه پس په هېواد كښې د كرونا ځپليو مجموعي شمېره 6 لكه 36 زره 190 ته رسېدلې ۔ د يادونې وړ ده په پرتګال كښې د كرونا واكسين عمل روان دے او د اوړي تر پائې به 70 فيصده آبادۍ ته واكسين ولګولے شي