آسټراليا د كرونا وائرس واکسين منظوري وركړه

کېنبرا 25 جنوري اے پي پي) آسټراليا د كرونا وائرس واکسين منظوري وركړې ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د اسټراليا ميډيكل رېګولېټر په هېواد كښې استعمال لپاره د فائيزر/ بائيو ټېك كووېډ-19 واكسين په عارضي توګه منظوري وركړې ۔ د رېګولېټري لخوا د ګل په ورځ خپل اعلان كښې وئيلي شوي د فائزر واکسين حفاظت، افاديت او معيار سم دے او د دې منظوري د 16 كالو او د دې نه د زيات عمره كسانو لپاره وركړې شوې او دا هېواد لپاره منظور شوے وړومبے واكسين دے۔(