مكه 25 جنوري (اے پي پي) د سعودي د فلكيات علومو د سوسائټې مشر انجينئر ماجد ابو زاهره وئيلي دي د جنورې په 28مه نېټه به مياشت د خانه كعبې د بره وي. د سعودي ورځپاڼې له مخې ده ووئيل د روان كال په مهال به دا وړومبې موقع وي چې پكښې به پوره مياشت د خانه كعبې د پاسه وي. دا فلكي مظاهره به د ځائي وخت له مخې د شپې په 10 بجې 16 دقيقې وي. دې سره به د قبلې ټاكنې له اساني ترلاسه شي.