بيجنګ 25 جنوري (اے پي پي) د چين د كميونسټ پارټۍ د مركزي كمېټۍ جنرل سيكرټري شي جن پنګ بيجنګ كښې د چين كميونسټ پارټۍ د مركزي انضباطي او معائنه كمېشن كلنه غونډه كښې وئيلي دي د چين كميونسټ پارټۍ او د هېواد د نګرانۍ نظام به لا ښه كولې شي۔ سي پي سي داخلي نګرانۍ ته خاص پام لرنه كولو سره بايد د پاور نګرانۍ نظام او نظم او ضبط نافذ كونكے نظام لا ښه كړے شي۔ بنيادي حكمرانۍ كښې به د نګرانۍ كردار ترسره كولې شي او په دې عمل كښې بايد اولس هم شامل كړے شي