واشنګټن 25 جنوري (اے پي پي) امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله د مړو شميره څلور لكهه 29 زره څخه زياته شوې٬ دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله د ځپليو كسانو شميره 2 كروړ 57 لكهه څخه زياته شوې ده ۔د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو مجموعي شميره 25702125 ده ٬ دغسې د فعاله ځپليو شميره 9862996 ده۔ امريكا كښې د وائرس له امله د مړو شوو او فعاله كيسونو شميره پرله پسې زياتيږي، امريكا د كورونا وائرس وبا له امله تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے، هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه د مجموعي مرګونو شميره نړۍ كښې د كوم هم هېواد څخه زياته ده، دوه كروړه 57 لكهه څخه زياتو ځپليو سره امريكا دا مهال نړۍ كښې د وبا تر ټولو لوئې مركز دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه 429490 كسان مړه شوي۔ امريكا كښې د كورونا وائرس ځپلې شوي 15409639 څخه زيات كسان ښه شوي دي