اسلام آباد۔24جنوری(اے پی پی) عراق كښې د داعش بريد په نتيجه كښې د رضا كار فورس حشد الشعبي 11 غړي مړه شوي دي۔ د نجي نيوز چېنل رپورټ له مخې د پوليس ذريعو وئيلي چې د داعش يوې ډلې د صلاح الدين صوبې په انتظامي مركز تكريت كښې د حشد الشعبي په مركز بريد وكړو چې په نتيجه كښې ئې د رضا كار فورس 11 غړي مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په عراق كښې دوه ورځې وړاندې هم يو ځان مرګې بريد شوے وو چې په نتيجه كښې ئې 32 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي وو