مقبوضه بېت المقدس ۔24 جنوری (اے پی پی) د ا سرائيل د آثار قديمه پوهانو يوې ډلې د بحر الجليل په غاړه د نړۍ پخوانو جوماتونو كښې د يو جومات درك لګولے دے۔ د عرب نيوز له مخې د دې جومات آثار د بازنطيني سلطنت د دور يوې ودانۍ باقياتو د لاندې په نظر راغلي دي۔ دا كېدې شي دا جومات په كال 635 هجري كښې د نبي اكرم (ص) يو صحابي (رض) جوړ كړې وي كوم چې په اوومه صدۍ كښې د سوريه سيمې فتح كړې وې۔ د یروشلم هیبرو پوهنتون کاټیا سائټرائن سلورمېن په مشرۍ كښې يوې ډلې د دې ځائې 11 كاله كھدائي وكړه۔ وروستو دلته د اسلام د ابتدائي دورې سكې او د لوخو ځينې ټكړې هم موندلې شوې وې