چلي كښې د 7.0 شدت زلزله ، د سونامی وارننګ جاري

سینتیاګو ۔24 جنوری(اے پی پی) د چلی په سوئيلي شیټ لېنډ جزائر كښې د زلزلې سخت جړقونو محسوسېدو نه وروسته د سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے۔ په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 7.0 ریکارډ كړے شوے۔ د امريكائي جيالوجيكل سروے له مخې د زلزلې دا جړقونه د ځائي وخت له مخې په 23:36 بجې محسوس كړې شول۔ تر دې دمه د زلزلې د لاسه د كوم ځاني يا مالي زيان په اړه كومه اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔